کالیفورنیا د خپراوي مخنیوی کولی شي.

ناروغۍ سره د ستاسو د مخامخ کېدا په حواله په ټیلیفون د خبرتیا سسټم ته همدا نن خپل فون ورشامل کړئ.


تاسي ددي قدرت لری چې له خپلو دوستانو، کورنۍ او ټولنې سره مرسته وکړی.

خپله د ټلیفون شمیره د کلیفورنیا د اړیکو د خبرتیا په سیسټم کې اضافه کړی ترڅو د کوید-19 د خپریدو په هکله وخت په


دا څه ډول کار کوي؟

کله چې تاسې CA Notify فعال کړی نو دا به ستاسې لپاره ټول کار په خپله کوي. یوازې باید تاسې خپل بلوټوت فعال وساتی. تاسې به یواځې هغه وخت خبرتیاوې ترلاسه کوی کله چې تاسې یو داسې چا سره لیدلي وي چې د هغوی د کوید-19 معاینه مثبته ثابته شي. ستاسې محرمیت به محفوظ وي ځکه چې ستاسې پیژندنه په دې برنامې کې نه مالومیږي او ستاسې له موقعیت څخه څارنه نه کیږي.

فکر وکړی چې دوه خلکو په یادې مریضی د اخته کیدو خبرتیا فعاله کړه. که چیرته دوی له یوه بل سره په شپږو فوټونو فاصله کې 15 دقیقې یا له هغې څخه د زیاتې مودې لپاره له یو بل سره نیږدې پاتې شي، د هغوی ټلیفونونه به کلیانې سره بدلې کړي (په تصادفي شکل، نامالومې شمیرې) چې ددې نیږدې پاتې کیدو څرګندونه به وکړي.

که چیرته یو شخص وروسته د کوید-19 مثبت معایعنات ترلاسه کړي او په دې موافقه وکړي چې په CA Notify کې د هغه مالومات شریک شي نو دوهم شخص به خبرتیا ترلاسه کړي چې هغوی ددې مریضی له ګواښ سره مخامخ شوي دي. په دې خبرتیا کې به لارښوونې هم وي چې باید په دې وخت کې له چا سره اړیکه ونیول شي او له دې وروسته باید څه وشي.

د محرمیت په پټ ساتلو کې جدیت

د CA Notify لاندیني مالومات نه راټولوي
ستاسې نوم
ستاسې د اړیکې مالومات
ستاسې موقعیت یا ګرځیدل
د هغو خلکو پیژندنه چې تاسې ورسره ګوری

زه به څه ډول مرسته کوم؟

د CA Notify ستاسي او ستاسي د ټولنې د ساتنې یا حفاظت لپاره یوه اضافه شوې لار ده. چې د مخ د پوښوونکو توکو، فزیکي فاصلې، او د خپلو لاسونو د مینځلو ترڅنګ به د خپل ټلیفون اضافه کول وکولای شي چې تاسې او نور خلک محفوظ وساتي.

خپل ټلیفون همدا نن اضافه کړی

د ګوګل

د انډرایډ کاروونکي کولای شي چې سی ای نوټیفای (CA Notify) د ګوګل له پلې سټور څخه ډاونلوډ کړي دلته.


Download CA Notify from the Google Play Store


که چیرته تاسې تخنیکي مرستې ته اړتیا ولری نو ددې شمیرې له لارې د مرستې له څانګې سره اړیکه ونیسی.
1 (888) 421-9457

له خپلې ټولنې سره یو ځای شی

په کلیفورنیا کې خلک سره له ګوټ ګوټ نه یو ځای کیږي ترڅو د خلکو ژوند وژغوري. له هغوی سره د خپلو ټلیفونونو د اضافه کولو له لارې یو ځای شی.


په دوامداره توګه پوښتل شوې پوښتنه

Notify د ستاسو هیڅ شخصي معلومات نه راغونډوي یا نه تبادله کوي. دا د ستاسو موقعیت نه تعقیبوي. دا یواځې نورو خلکو د ستاسو نږدې ارتباط ثبتوي. په بې ترتیب ډول تولید شوې کیلي ګانې د بلوټوت له لارې تبادله کیږي او د ستاسو پېژندنې یا موقعیت سره تواصل نه لري. د ستاسو د خوندیتیا لپاره دا کیلي ګانې هر څو دقیقو وروسته تغیر خوري.

د انډرایډ کاروونکي کولای شي دلته CA Notify ډاونلوډ کړي.
د ایفون کاروونکي کولای شي په مستقیم ډول خپل سټنګز څخه خبرتیاوې فعالې کړي.
1. له هوم سکرین څخه سټنګز ته ورو ټپ ورکړئ.
2. لاندې Exposure Notifications ومومئ او ټپ ورکړئ—چې د Emergency SOS & Battery په ډله کې دی.
3. ټپ سره Exposure Notifications فعال کړئ او Continue ووهئ.
4. وړاندې د هېواد او د ایالت غوښتنو ته ځواب ورکړئ (United States, California).
5. قواعد او شرایط باندې نظر واچوئ او ومنئ.
6. بلې غوښتنې ته ځواب کې، Exposure Notifications ته اجازه ورکړئ چې د ستاسو د فون بلوټوت ته رسی ولري.
7. په خپل فون خبرتیاوې وړ کولو لپاره Turn On ته ټپ ورکړئ.

دا په دې پورې تړاو لري چې تاسې د څومره کسانو سره اړیکې نیولې دي، څومره کسان په خپلو تلیفونونو کې د خطر سره د مخ کیدو خبرتیاوې یعني Exposure Notifications استعمالوي او په دې کې د څومره کسان د مثبت په توګه تشخیص شوي دي. تاسو توقع لرلای شئ چې په اوونیزه توګه به تاسو ته تصدیقي خبر ترلاسه کیږي چې خدمت فعال دی.

چې یو ځل COVID سره مثبت راغلی کس Exposure Notifications ته اجازه ورکړي چې خبر واستول شي نو تاسو ته به يې هم خبرتیا راشي. دا چې څومره زر تاسو ته دا خبرتیا راځي په دې تکیه لري چې هغه کس ته مثبته نتیجه کله راځي او څومره زر دا خبر زموږ سسټم ته ورپورته کوي. تاسو ته د ناروغۍ سره د مخامخ کېدو هر خطر په اړه 14 ورځو کې خبر درکړل کېدلای شي.

که تاسو داسې چا سره د کیلي ګانو تبادله کړې ده چې مثبت تشخیص يې ترلاسه کړی دی، نو تاسو ته به په سکرین ښکاره کېدونکې اطلاع درکړل شي. په دې خبرتیا کې به د ستاسو لپاره د وړاندې ګامونو او دا چې چا سره تماس ونیسئ په اړه لارښوونه درکړل شوې وي.
COVID-19 ته د مخامخ کېدا اصل نېټه شاید په خبرتیا کې ورکړل شوې نېټه وي یا له هغې یوه ورځ وړاندې نېټه. د هغه خلکو د محرمیت ژغورنې لپاره چې خپل تصدیقي کوډونه يې وکارول او په نتیجه کې تاسو ته د وایرس سره د مخامخ کېدا خبرتیا ترلاسه شوه، د CA Notify سسټم هغه ځانګړی وخت/ورځ نه ورکوي چې کله یو څوک د COVID-19 لوړ کچې خطر سره مخامخ شو. ځکه چې د خطر سره د مخامخ کېدا وخت د کواردینات شوي نړیوال وخت تر مخې تعین کیږي، چې د پاسیفک وخت څخه 8 ساعته وړاندې دی، نو که تاسو خطر سره د ماښام 4 څخه تر د شپې دولس پورې مخامخ شوي یاست نو دا ورځ ښايي تېرو دوو ورځو موده کې راځي.

د ستاسو مثبتې ازموینې په نتیجه کې Exposure Notifications یواځې هله راتلی شي چې تاسو يې انتخاب وکړئ او سسټم ته د خپلې مثبتې ازموینې خبر ورپورته کړئ. خو بیا هم د ستاسو شخصي معلومات د خبرتیا سسټم لخوا راټولیږي، ساتل کیږي یا شریکول کیږي نه.

نه. د ستاسو مثبتې ازموینې په نتیجه کې Exposure Notifications یواځې هله راتلی شي چې تاسو يې انتخاب وکړئ او سسټم ته د خپلې مثبتې ازموینې خبر ورپورته کړئ. خو بیا هم د ستاسو شخصي معلومات د خبرتیا سسټم لخوا راټولیږي، ساتل کیږي یا شریکول کیږي نه. که تاسو سسټم ته خپله تنیجه ورپورته کړئ، هر هغه څوک چې تاسو ورسره په تېرو 14 ورځو کې د کیلي ګانو تبادله کړې ده به خبرتیا ترلاسه کړي چې ښايي خطر سره مخامخ شوي وي—خو خبرتیا به دا معلومات نه لري چې دوی چېرې خطر سره مخ شوي ول یا د چا له لارې مخامخ شول.

د ایفون کاروونکي چې د iOS نسخه 14.2 یا هغې زیاته تازه نسخه لري کولای شي CA Notify وکاروي. هغه ټول iPhones چې په 2015 کې ریلیز شوې وي، iOS 14 سپورټ کوي: iPhone 12, 12 Mini, 12 Pro, 12 Pro Max, 11, 11 Pro, 11 Pro Max, XR, XS, XS Max, X, SE (2م نسل), 8, 8 Plus, 7, 7 Plus, 6s, 6s Plus, SE (لومړی نسل).
د Android کاروونکي CA Notify استعمالولې شي که چیرې په تلیفون کې یې Bluetooth Low Energy کار کوي، Android نسخه 6 (API 23) یا پورته نسخه، او Google Play Store ته لاس رسی لرلی شي.
www.google.com/covid19/exposurenotificationsخطر سره د مخامخ کېدا د خبرتیاوو په اړه نورو معلوماتو لپاره لطفاً وګورئ

د شته والي خبرتیاوې به کارونکي خبر کړي چې آیا تاسو په داسې سیمه کې یاست چې د خطر سره د مخامخ کېدا خبرتیاوې کاروي، خو هغه سیمه باندې لازمه نه ده چې د CA Notify خبرتیاوې ترلاسه کړي.

دا سسټم د بلوټوت او د بېټرۍ د کارونې لپاره طرح شوی دی. دا به د بېټرۍ په ژوند او د انټرنټ په ډاټا پلان باندې کوم د پام وړ تاثیر وه نه لري.

که څه هم CA Notify د ستاسو موقعیت نه تعقیبوي، د ځای په ینسټ د ستاسو خبرتیاوې باید لګېدلې وي تر څو سسټم وتوانیږي پوهه شي چې کله تاسو نورو سره نږدې یاست. دا لګولو لپاره په دې لاره لاړ شئ: ترتیبات> محرمیت> موقعیت خدمتونه> سیسټم خدمتونه> د موقعیت پر اساس خبرتیاوې پرمخ وړئ.

که تاسو د COVID-19 لپاره ازموینه وکړئ او د ازموینې په وخت خپل د فون شمېره ورکړئ، تاسو ته به د کالیفورنیا د عامې روغتیا بخش څخه لیکلې پېغام راشي چې پکې به هغه تصدیقي کوډ وي چې نورو ته د ستاسو د ازموینې د مثبت وتلو خبرتیا نورو خلکو ته ورسوي. دا پېغام به 855-976-8462 څخه راځي. که د ستاسو ازموینه مثبته راغلې ده نو تاسو کولای شئ چې د نورو د خبرولو لپاره په پېغام کې ورکړل شوي ګامونه تعقیب کړئ. تاسو د تصدیقي کوډ د ترلاسه لپاره د CA Notify مرستندویه ټیلیفوني کرښه هم کارولې شئ.

تمویلوونکی


UC San Diego Health
CDPH - California Department of Public Health
California All
California Department of Technology

زموږ د خدماتو څانګې ته زنګ اووهی، 7 ورځې/په اونۍ کې
Call our Help Desk
PST 8AM-6PM M-F
PST 10AM-2PM Sat-Sun

1 (888) 421-9457